ایکنانیوز د الکفیل له قوله راپور راکړی، دا تعلیمي دوره په نجف کې د قرآن کریم د علمي کمپلیکس له خوا، چې د حضرت عباس علمدار(ع) د مقدس آستان د قرآن کریم اکاډمئ پورې اړه لري، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د دیني علومو د طلبه ؤ او علمانو د قرآني پلان په چوکاټ کې ترسره کېږي.
شیخ مهدي قلندر البیاتي، چې د دې پړاؤ یو ښوونکي دی، وویل: دا مؤسسه د عراقي او مصري رودو پر اساس ، د قاریانو د دریم پړاؤ د چمتو کولو غونډه د دیني علومو طلبه ؤ له ۲۷ استازو څخه چې له عراق، ایران، پاکستان، تنزانیه او افغانستان څخه دي، پیل کړې ده. دا مرحله د زده کړې د پروګرام یوه کوټلي مرحله ده چې د متخصصو استاذانو تر نظارت لاندې ده.
هغه زیاته کړه: د دغه پړاؤ نصابي پروګرام ،د ګډون کوونکو د غږیزو مهارتونو په پیاوړي کولو او د هغوی د لهجې د وړتیاوو پر پراختیا تمرکز لري، چې له مخې ئې د قرآن د تلاوت په پرمختللې تکنیکونو کې عملي زده کړه شامله ده، چې دا پروګرام هغوی په رسمي قرآني غونډو او پروګرامونو کې د تلاوت د وړاندې کولو وړ کوي.
هغه تشریح کړه چې دا دوره دوې مرحلې لري: لومړۍ مرحله مقدماتي ده چې ګډون کوونکي د تلاوت له لومړنیو اصولو او د اجرا له معیارونو سره بلد کوي، او دویمه مرحله تخصصي ده چې د هغوی تجروبې ژورې کوي او د تسلط کچه ئې لوړوي څو په مقدسو حرمیّنو، مسجدونو، امامباړو کې له قرآن سره د انس په پروګرامونو کې ګډون وکړي، او همدارنګه د عراق په داخل او بهر کې په دیني مدرسو کې چمتو شي.
https://iqna.ir/fa/news/4309413